3 days ago

ژورې خبرې/۲: قومي ډینامیزم او په افغانستان کې د سیاست راتلونکی

قومي ډینامیزم او په افغانستان کې د سیاست راتلونکی

سیاست د قدرت لوبه او افغانستان کې ډیر له پخوا د قدرت او مشروعیت بنا او سرچینه قوم او قبیله وه.  د قومي او قبلوي کتلو تر منځ هارموني ثبات زیږوي او ټکر یې په پراخې بې ثباتي او داخلي کشمکشونو منتج کېږي.

په افغانستان کې به ډیر کم داسې سیاسي بحثونه کېږي چې د قوم،  قبیلې او د قدرت د ویش او واک خبره به پکې نه وي. راځئ نن له پیله په همدې مسله ځان پوه کړو چې افغانستان کې له پخوا تر ننه د قومونو ترمنځ عمل او عکس العمل څنګه وو، له تاریخي لحاظه کومو عواملو د اقوامو سوله ایز ژوند ته لاره هواره کړې وه او کوم عوامل د قومي ټکرونو او داخلي جګړو او کشمکشونو لامل شوي دي.

د ټولنپوهنې له نظره په څو هویتي او څو قومي هېوادونو کې د قدرت میکانیزم څنګه کار کوي، څو قومه ملتونه څنګه په یو پراخ سیستم کې راټولېږي او د نورو څو قومه هېوادونو د سیاسي ثبات راز په څه کې دی. افغانستان دداسې هېوادونو له تجربو څه زده کولی شي؟ ددې او ورته پوښتنو د ځواب لپاره هشت صبح ورځپاڼه تاسو د دې مهم پاډکاسټ اوریدلو ته رابولي.

Comments (0)

To leave or reply to comments, please download free Podbean or

No Comments

Copyright 2023 All rights reserved.

Podcast Powered By Podbean

Version: 20240320