Sunday Sep 08, 2024

ژورې خبرې/۱۰: د خپلواکۍ او  نورو ملي ورځو لمانځل تر کومه حده له ملي یووالي سره مرسته کولی شي؟

د خپلواکۍ او  نورو ملي ورځو لمانځل تر کومه حده له ملي یووالي سره مرسته کولی شي؟

ملي ورځې د یوه هېواد د ګډ هویت او شریکو ارزښتونو په ډله کې راځي؛ دا ورځې د یوه هېواد د وګړو له خوا په داسې ډول سره لمانځل کېږي، چې په هېواد کې د شته اتباعو تر منځ قومي، ژبني، مذهبي او یا بل هر ډول تبعیض ته په‌کې کوم ځای نه وي. ملي ورځې د یوه هېواد د وګړو له مشترکاتو څخه دي او په هېڅ کومه ډله، تنظیم، ګوند، مذهب یا نژاد پورې مربوطې نه‌دي. 

د ملي ورځو لمانځل د هېواد د وګړو تر منځ ګډ احساسات راپاروي او مشترکو مسوولیتونو ته یې متوجې کوي؛ هغوی ته دا ښوونه ورکوي، چې په نورو عادي ورځو کې هم د دغو ملي ورځو په ډول باندې د یوه بل تر څنګ واوسي او له یوه بل سره د هېواد د مشترکو ستونزو په هواري کې دا ډول هم‌غږي واوسي.

څه ډول تېر ویاړلی تاریخ او د خپلواکۍ ورځې د راتلونکي له‌پاره د ملي یووالي او مشترکو ارزښتنو په جوړولو کې رول لري؟ څه ډول د خپلواکۍ او نورو ملي ورځو لمانځل د ملي یووالي احساس پیاوړی کولی شي؟

ددې او ورته پوښتنو د ځواب لپاره هشت صبح ورځپاڼه تاسو د دې پاډکسټ اوریدلو ته رابولي.

Comments (0)

To leave or reply to comments, please download free Podbean or

No Comments

Copyright 2023 All rights reserved.

Podcast Powered By Podbean

Version: 20240731