
Monday Oct 14, 2024
ژورې خبرې/۱۱: د پښتنو قومي جرګه؛ د پښتون ژغورنې غورځنګ څه غواړي؟
د پښتنو قومي جرګه؛ د پښتون ژغورنې غورځنګ څه غواړي؟
د «پښتون قومي عدالت جرګه» تر نامه لاندې په خیبرپښتونخوا کې یوه لویه درې ورځنۍ جرګه روانه ده. دا جرګه سره له دې چې د اسلاماباد له پراخو مخالفتونو سره مخ وه، د پښتون ژغورنې غورځنګ په غوښتنه جوړه شوې ده. په دې جرګه کې لسګونه زره کسانو ګډون کړی او ځینې ښځې هم په کې برخه لري. د دغه غورځنګ مشر، منظور پښتین، د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مخکښ غړي، ګیلامن وزیر تر وژنې وروسته د قومي جرګې د جوړېدو ژمنه کړې وه. سره له دې چې د پوځ له پرلپسې خنډونو سره مخ شو، په پای کې یې وکړای شول چې دا جرګه جوړه کړي.
په دې پاډکسټ کې به د خیبر جرګې او د پښتون ژغورنې غورځنګ داعیې ته کتنه وکړو. دا غورځنګ ولې رامنځته شو او د منظور پښتین او د هغه د پلویانو غوښتنې څه دي؟ آیا پښتانه د پاکستان د وېش او د «پښتونستان» تر نامه لاندې د خپلواک هېواد د جوړولو په لټه کې دي؟ دا غورځنګ د سیمې له ځینو نورو خوځښتونو سره څه توپیر لري؟ ولې ځینې پوهان د ډیورنډ کرښې دې خوا ته د پښتون ژغورنې غورځنګ او د خیبر جرګې پر پایلو خوشبین دي؟ که د دې جرګې غوښتنې عادلانه وي، نو ولې پښتانه د ډیورنډ کرښې دې غاړې ځینې نور خوځښتونه نهمني؟ ایا د پښتون ژغورنې غورځنګ اقدامات به د ډیورنډ دواړو غاړو ستونزې او بېعدالتۍ لا زیاتې کړي؟
Comments (0)
To leave or reply to comments, please download free Podbean or
No Comments
To leave or reply to comments,
please download free Podbean App.