Sunday Jul 28, 2024
ژورې خبرې/۴: په افغانستان کې د مذهبي زغم؛ اړتیا څه ده او څنګه یې رامنځ ته کولی شو؟
په افغانستان کې د مذهبي زغم؛ اړتیا څه ده او څنګه یې رامنځ ته کولی شو؟
که افغانستان کې د تېرو سلو کلونو د لویو نښتو او شخړو انګېزې وګورو ډیری یې مذهبي ریښې لري. هېواد کې نه یواځې دا چې مذهبي ډلې همیشه د جګړې یو لوری وو بلکې د مذهبي لیدلوریو د تفاوت له وجې یې په یو او بل هم رحم نه دی کړی.
که ډیر لېري لاړ نشو په تېره یوه لسیزه کې لسګونه مثالونه موندلې شو چې ښيي مذهبي ډلي د رغنده خبرو اترو پرځای تاوتريخوالي ته لاس اچوي، د یو بل دیني عالمان وژني، د یو بل مدرسې او جوماتونه په نښه کوي او یو او بل ته د مرګ ګواښونه کوي.
دا مذهبي ډلې د نورو مذاهبو په پیروانو هم رحم نه کوي دوی نه یواځې دا چې مسجدونه او دیني مرکزونه په نښه کړي بلکې د لږکیو او بې لوريو مذهبي ډلو ښوونځي او روغتونونه هم نشي زغملی، لکه څنګه چې موږ د کابل په لودیځه برخه د اهل تشیع په ښوونځیو، تعليمي مرکزونو او روغتونونو د هغو زړه بوږنونکو پېښو شاهدان وو.
اوس پوښتنه دا ده چې دا مذهبي ډلې چې هره یوه یې ځان د اسلام دین پرحقه لاروي ګڼې څنګه د اسلام دین اساسي پیغامونه لکه سوله، زغم او یو بل منل نشي منلی؟
د مذهبي عدم تسامُح عوامل څه دي او څنګه دا عوامل په یوه دوامداره نه ختمیدونکې شیطاني کړۍ بدلېږي؟
ولې زموږ په ټولنه کې تر بلې هرې ټولنې د مذهبي زغم دودولو ته ډېره اړتیا لیدل کیږي، څه په کار دي ترڅو د مذهبي تاوتريخوالي غوښتونکي وپوهول شي چې د نورماله انسانانو غوندي خپل منځ کې خبري اتري وکړي او ځان په حقه ښودلو لپاره ټوپک ته لاس نکړي؟ ددې او ورته پوښتنو د ځواب لپاره هشت صبح ورځپاڼه تاسو د دې مهم پاډکاسټ اوریدلو ته رابولي.
Comments (0)
To leave or reply to comments, please download free Podbean or
No Comments
To leave or reply to comments,
please download free Podbean App.