Sunday Aug 11, 2024

ژورې خبرې/۵: د ډیاسپورا رول د افغانستان په سیاسي راتلونکې کې

د ډیاسپورا رول د افغانستان په سیاسي راتلونکې کې

افغاني ډیاسپورا که له یوې خوا د یوې ژورې تراژیدۍ نښه ده او د لسیزو او کلونو جنګونو، تاوتریخوالو او مهاجرتونو له وجې رامنځ ته شوې ده. له بلې خوا د هېواد دا اواره او درد لیدلی بهرمېشتی نفوس په هېواد کې دننه وګړو لپاره د هیلو او تکیې وروستۍ بېړۍ ده.   

افغاني ډیاسپورا نه یواځې دا چې دم‌ګړی هېواد کې د خیر او پرمختګ فعالیتونه حمایت کوي، بلکې له هېواده د باندې د خپلو خلکو د مدني او بشري حقوقو د حفظ او دفاع لپاره هم هڅې کوي. 

که څه هم د طالبانو له بیاځلي واکمن کېدلو درې کاله وروسته هم د هغوی په خلاف کوم واحد ډیاسپورا اپوزیسیون نه‌دی رامنځ ته شوی؛ خو په پراګنده او وخت ناوخته ناستو او غونډو کې همدغې طبقې د هېواد سیاسي مسله بیا د بحث مېز ته راوړې ده. ډیاسپورا کوم مسوولیتونه او بالقوه فرصتونه لري؟ څنګه دا خلک افغانستان یوه سم لوري ته بېولی شي؟ ددې او ورته پوښتنو د ځواب لپاره هشت صبح ورځپاڼه تاسو د دې مهم پاډکاسټ اوریدلو ته رابولي.

Comments (0)

To leave or reply to comments, please download free Podbean or

No Comments

Copyright 2023 All rights reserved.

Podcast Powered By Podbean

Version: 20240731