Friday Aug 16, 2024

ژورې خبرې/۶: افغاني ټولنه او د ښځو بشري حقونو ته د لاسرسي ستونزه؛ لاملونه او حل‌لارې

افغاني ټولنه او د ښځو بشري حقونو ته د لاسرسي ستونزه؛ لاملونه او حل‌لارې

افغانې ښځې د تاریخ په اوږدو کې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان شوې دي. دوی  لسیزې د خپلو بشري حقونو، لکه د تعلیم، تحصیل، کار او ازادانه تګ راتګ له حقوقو محرومې وې. د کلونو مبارزې وروسته، هغوی په ځینو دورو کې وتوانېدې چې د خپلو حقونو یوه برخه، لکه د تحصیل او کار حق، ترلاسه کړي. د ښځو مبارزې په ځینو حکومتونو، لکه د امان‌الله خان او ډاکټر نجیب‌الله په واکمنیو کې، د نظام په بشپړ ملاتړ سره د هېواد ښځو لپاره خوږې خاطرې جوړې کړې. حتی د ښځو هڅې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره په تېرو دوو لسیزو کې، سره له دې چې زیاتې ستونزې وې، د ستاینې وړ وې، تر دې چې د جمهوریت حکومت د طالبانو په لاس سقوط وکړ.

د طالبانو د بیا واکمنۍ سره، افغانې ښځې د بشري حقونو له اړخه لسګونه کاله شاته لاړې. دې ډلې د ښځو د تحصیل او کار حقونه واخیستل او هغوی یې د کور څلورو دیوالونو ته محدودې کړې. اوس پوښتنه دا ده چې د افغانستان ښځې د بشري حقونو په معادله کې په کوم ځای کې دي؟ کوم لاملونه دي چې دې ښځو له خپلو طبیعي او بشري حقونو څخه محرومې کړې دي؟ هغوی د پرمختللو هېوادونو له ښځو سره په پرتله کې په کوم ځای کې قرار لري؟ کوم اقدامات باید وشي ترڅو ښځې خپلو اساسي حقونو ته لاسرسی ومومي؟

ددې او ورته پوښتنو د ځواب لپاره هشت صبح ورځپاڼه تاسو د دې پاډکسټ اوریدلو ته رابولي.

Comments (0)

To leave or reply to comments, please download free Podbean or

No Comments

Copyright 2023 All rights reserved.

Podcast Powered By Podbean

Version: 20240731