Monday Aug 19, 2024

ژورې خبرې/۷:‌ کلیوالې ښځې او بشري حقونه

کلیوالې ښځې او بشري حقونه؛ ولې د عدالت غوښتنې مبارزه په کلیو او بانډو کې مهمه ده؟

کليو او بانډو د تاریخ په اوږدو کې تل د عدالت د ټینګښت او نظامونو د بدلون په مبارزو کې کلیدي رول لوبولی دی. په دې منځ کې د ښځو رول د عدالت غوښتونکو په مبارزو کې د بشري حقونو د ترلاسه کولو لپاره خورا ارزښتناک و. 

په افغانستان کې که څه هم ډېری ښځې په کلیو کې د کورونو د بندیانو په توګه پېژندل کېږي، خو په خپلو کورنیو او کوچنیو ټولنو باندې د اغېز له لارې بالاخره د ښځو او د دوی د حقونو په اړه د ټولنې د لیدلوري په بدلولو کې مرسته کوي. دوی په سنتي کلیوالي ټولنه کې د خپل او د خپلو ماشومانو د برخلیک د بدلون لپاره نه ستړي کېدونکي هڅې کوي ترڅو د راتلونکو نسلونو لپاره د روښانه راتلونکي لامل شي.

د طالبانو له بیا راتګ وروسته، په کلیو کې د خلکو د راټولو او د مبارزو د دوام اړتیا زیاته شوې په ځانګړي توګه د ښځو مبارزې چې د دوی د بشري حقونو د ترلاسه کولو لپاره خورا مهمې بلل کېږي. په تېرو درې کلونو کې په بېلابېلو سیمو کې ښځو په وار وار له خپلو کورونو څخه د دغې ډلې پر وړاندې چې په هېواد کې د بشري حقونو د تحقق خنډ ګڼل کېږي، خپل غږ پورته کړی دی. 

په دې پاډکسټ کې موږ په دې موضوع خبرې کوو چې په کلیو کې د ښځو د عدالت غوښتونکو مبارزو وضعیت څه ډول دی؟ د ښاري ښځو او کلیوالو ښځو د مبارزو توپیر په څه کې دی؟ او څنګه کېدای شي چې دا مبارزې منسجمې شي ترڅو په پای کې د ښځو د هیلو د پوره کېدو سبب شي؟ 

ددې او ورته پوښتنو د ځواب لپاره هشت صبح ورځپاڼه تاسو د دې پاډکسټ اوریدلو ته رابولي.

Comments (0)

To leave or reply to comments, please download free Podbean or

No Comments

Copyright 2023 All rights reserved.

Podcast Powered By Podbean

Version: 20240731