Thursday Oct 03, 2024
ژورې خبرې/11: په افغانستان کې سیاسي جریانونه او احزاب
په افغانستان کې سیاسي جریانونه او احزاب
په افغانستان کې د نوی یمو کلونو سیاسي بحران او کورنیو جګړو زموږ د ټولنې له یوې بلې سیاسي ستونزې پرده پورته کړله؛ هغه دا چې افغانستان کې سیاسي جریانونه او احزاب بلاخره په قومي ادرسونو بدلیږي او په قومي هویتونو کې پټیږي او ورکېږي.
د تیرو شپږو لسیزو د سیاسي او اجتماعي جریانونه کتنه موږ ته دا را په ګوته کوي چې سیاسي جریانونه که څه هم د یو نوي او پراخ لیدلوري پر بنسټ پیل شوي ولې د خپل ژوند په ورستیو کې یې بیرته قومي هویتونو ته پناه وړې ده، دا پدیده ممکن سازماني یا سیاسي عوامل ولري ولې اړینه ده په اړه یې بحث وشي.
ددې اونۍ په بحث کې موږ له محترمو میلمنو څخه پوښتو چې افغانستان کې سیاسي جریانونه او احزاب په ټوله کې ټول شموله ول یا نه؟ کوم سیاسي، جغرافیایی، سازماني او ژبني عوامل ول چې سیاسي جریانونه یې په شدت قومي کړل؟
ولې همدا سیاسي جریانونه چې ځانونه د نړیوالو او ملي ایډیالوژیانو مدافعین بولې د کار په پای کې قومي ټکټونه کاروي او د ځان د سپیناوي په موخه قومي ګفتان ته پناه وړي؟ د طالبانو او ددوی د سیاسي مخالفانو کار په کوم لوري روان دی آیا دوی کولی شي له دې سرنوشت څخه ځان وساتي؟
ددې او ورته پوښتنو د ځواب لپاره هشت صبح ورځپاڼه تاسو د دې پاډکسټ اوریدلو ته رابولي.
Comments (0)
To leave or reply to comments, please download free Podbean or
No Comments
To leave or reply to comments,
please download free Podbean App.